د هرات په پوهنتون کې د بې حجابو نجونو د ورتګ مخنیوي پریکړه شوې

د هرات په پوهنتون کې د بې حجابو نجونو د ورتګ مخنیوي پریکړه شوې ده

په هرات پوهنتون کې دا ګام  وروسته له هغه اخیستل کیږی،  چې په دې وروستیو کې له یاد پوهنتون څخه د حجاب د نه مراعتولو په اړه شکایتونه راپورته شول.

یو شمیر محصلین بیا پر دغه اقدام نیوکې کوي او وايي، چې د پوهنتون چارواکي  باید د فرعي موضوعاتو  پرځای پر اصلي مسایلو تمرکز وکړي.

د هرات پوهنتون چارواکي  وايي، چې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې پوهنتونونه د فکري او اخلاقي بدلون، د نویو انساني، علمي او تاریخي ارزښتونو د وړاندې کولو ځایونه دي، خو دا تحول باید د اسلامي ارزښتونو پربنسټ ولاړ وي.

د هرات پوهنتون علمي مرستیال حسن فرید وايي، چې وروسته له دې  په پوهنتون کې دننه بې‌حجابي  ورته د منلو وړ نه دی او هغه محصلینې  چې شرعي حجاب مراعات نه‌کړي له  ټولګیو ایستل کیږي.

خو د هرات پوهنتون محلصین په دې اړه بیلابیل لیدلوري لري.

ځینې يې دغه اقدام ستايي، خو یو شمیر نور بیا  د پوهنتون دغه کار د خندا وړ بولي او وايي، چارواکي د درس د کیفیت لوړولو پرځای په ساده او فرعي مسلو باندې تمرکز کوي.

دغه راز، هرات کې د دیني چارو یو شمیر شنونکي وايي، چې یو شمیر ځوانان له د موکراسي ناخبره او ناوړه ګټه اخلي.

دوی وایي، ځینې ځوانان په غربي جامو غربي  پېښو سره پرته له دې چې اسلامي معیار په پام کې ونیسي په داسې ډول ټولنې ته راوځي، چې په هیڅ ډول له اسلامي ارزښتونو سره سر نه خوري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *