په یوه نیمه میاشت کې د ښځو د وژلو درویشت پیښې ثبت شوې دي

Domestic violence victim

په یوه نیمه میاشت کې د ښځو د وژلو درویشت پیښې ثبت شوې دي

همدارنګه دوی په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له حکومت غواړي، چې پر ښځو د تاوتريخوالي د مخنیوي قانون دي په جدي توګه عملي کړي.

د ښځو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې په پرمهال وویل، چې دوی په لوګر، غور، غزني، بغلان، دایکندي، کندهار، نیمروز، بادغیس، فراه، کاپیسا، سرپل، ارزګان پروان او کابل کې په یوه نیمه میاشت کې د قتل دغه قضيې ثبت کړې دي.

ددې چارواکو په وینا له شرعي محرم پرته مکتب او بازار ته تګ، له کوره د باندې کار، میراث، لوړ ولور، کورنۍ دښمني، د میړه له‌خوا د ښځو پرېښودل او د میړه‌توب له حق ناوړه استفاده د دې قتلونو له عواملو څخه دي.

د ښځو چارو وزارت مسلکې معینې سپوږمۍ وردګ وویل، د ښځو وژل یو غیر اسلامي عمل دی او عدلي او قضايي ارګانونه دې مجرمان په علني ډول محاکمه کړي، چې د نورو خلکو له‌پاره عبرت شي.

د “افغان ښځو” خبري شبکې رییسې حمیرا ثاقب په دې غونډه کې وویل، سره ددې چې کور د میرمنو لهإپاره له امن ځایونو څخه وي، خو پر وینا يې له بده مرغه په افغانستان کې میرمنې په کور کې هم په امن کې نه وي.

میرمن ثاقب له حکومت غواړي، چې پر ښځو د تاوتريخوالي د مخنیوي قانون دي په جدي توګه عملي کړي.

هغې زیاته کړه:”  ښاغلی ولسمشره له مونږ سره دې وعده کړې وه چې د افغانستان د میرمنو رواني او فیزيکي خوندیتوب به باوري کوې”.

افغانستان هغه هېواد دی، چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې ورسره هر کال د ښځو د وضعیت ښه کېدا په اړه میلیونونه ډالره مرسته کيږي، خو نه یوازې دا چې دغه مرستې مثبت اغیز نه‌دی کړی، بلکې د پخوا په شان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف يې هم لوړ شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *