په تیر کال کې یوسل اته ویشت زره افغانانو له آلمانه د پناه غوښتنه کړې ده

په تیر کال کې یوسل اته ویشت زره افغانانو له آلمانه د پناه غوښتنه کړې ده

په ٢٠١٦ میلادي کال کې ٢٨٠ زره نوي پناه غوښتونکي دې هیواد ته ورغلي دي چې دا شمیره د هغو پناه غوښتونکو د دریو څخه یوه برخه تشکیلوي چې په ٢٠١٥ کې جرمني ته تللي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دی مایزیر همداشان وویل چې تیر کال څه دپاسه ۷۴۵ زره تنو په رسمي توگه په جرمني پناه غوښتې ده چې د هغوی په ډله کې شاوخوا ۲۶۹ زره تنه د سوریې، شاوخوا ۱۲۸ زره د افغانستان او ۹۷ زره نور یې له عراق نه دې هیواد ته مهاجر شوي دي.

په ٢٠١٥ کې یو اعشاریه یو میلیون مهاجر جرمني ته تللي وو چې له دې جملې ١٥۴٠۴٦ تنه یې افغانان وو.

د هغو کسانو شمیر چې په جرمني کې یې د پناه اخیستلو غوښتنې رد شوي، هم زیات شوی دی. هغه زیاته کړه چې تیر کال ٨٠زره پناه غوښتونکو یا پخپله خوښه له جرمني څخه وتلي دي او یا هم شړل شوي دي.

د بالقان د حوزې د هیوادونو د سرحدونو له تړلو وروسته چې اروپایي هیوادونو ته د مهاجرو د ورتگ عمده لار گڼل کیږي، او همداشان د ترکیې د اقداماتو وروسته چې اروپا ته د مهاجرو د ورتگ مخه ونیسي، د مهاجرو بهیر رو شوی دی.

د هغو شمېرو له مخې چې د اروپایي ټولنې د مهاجرت ادارې خپرې کړي یواځې په سلو کې ٦٠ پناه غوښتونکي منل شوي دي او یا هم په موقتي توگه هغوی ته پناه ورکړل شوی ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *