د کندهار والي د یوې چاودنې له امله ټپي شوی دی

د کندهار والي د یوې چاودنې له امله ټپي شوی دی

نن ماښام څه باندې اوه بجې د کندهار د والي په میلمستون کې دوه چاودنې شوي چې له امله یې تر اوه تنو وژل شوي او د والي همایون عزیزي په ګډون ۱٨ تنه ټپیان شوي دي.

په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط وویل چې په ټپیانو کې په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر هم شامل دی.

امنیتي سرچینې همداشان وویل چې په ټپیانو کې د والي ویاند، د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی او یو شمیر نور حکومتي مامورین هم ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې ښاغلی عزیزي په دغه چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. د پیښې ټیان روغتون ته انتقال شوي دي.

امنیتي سرچینې همداشان ویلي دي چې دا چاودنې د ګاز د دوه ډبو د چاودلو له امله شوي، خو دا لا څرګنده نه ده چې ډبې د کوم تخریبي عمل په ترڅ کې چول شوي او که د تخنیکي ستونزو له امله یې چاودنه کړې ده.

د رپوتونو له مخې د پیښې دمخه په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر هم د والي په دفتر کې و.

سرچینې دمخه ویلي وو چې د عربي متحده اماراتو سفیر او د پلاوي غړو ته په دغه پیښه کې زیان نه دی رسیدلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *