پر تور پوستیو سپین پوستی امریکایی په اعدام محکوم شو

پر تور پوستیو سپین پوستی امریکایی په اعدام محکوم شو

تېره میاشت پر دایلان رووف د فدرالي محکمې لخوا د کرکې جرم په شمول رسماً ۳۳ تورونه ولګېدل.

هغه ۲۰۱۵ کال کې په یوه ځايي کلیسا کې ډزې کړې وې او نهه کسان یې وژلي وو.

نوموړی پر خپل جرم پښېمانه نه و او منصفه پلاوي ته یې ویلي و:

” داسې احساس مې کاوه، چې باید همداسې مې کړي وای او اوس هم داسې احساس کوم، چې باید همداسې مې کړي وای. ”

امریکا کې پر کلیسا مشکوک بریدګر ونیول شو

منصفه پلاوي پرېکړې ته له رسېدو مخکې درې ساعته بحث وکړ. د هغو کسانو وژل کېدو له کبله متحدو ایالتونو کې د نژادي اړیکو او د کنفدراسیون بیرغ رپېدو پر سر تاوده بحثونه راپورته شوي وو.

رووف پولیسو ته ویلي و، غوښتل یې یوه نژداي جګړه پیل کړي او په داسې حال کې تصویرونه اخیستي و، چې د جګړې بيرغ یې په لاس کې و.

دغه ډول بیرغ ته ډېر د کرکې سمبول په سترګه ګوري.

د دغه بیرغ شالید د کالفورنیا له ودانۍ د دغه بیرغ لرې کولو ته رسېږي، چې تر پنځوسو کلونو پر دغه ودانۍ رپېده.

قاضي به د چهارشنبې پر ګهیځ د نوموړي سزا په رسمي توګه اعلان کړي.

کله چې د نوموړې سزا اعلان شوه، ۲۲ کلن قاتل ودرېد او د نوي مدافع وکیل او له سره د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *