په کابل او هلمند ولایتونو کې د چاودنو له امله ۱۳۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په کابل او هلمند ولایتونو کې د چاودنو له امله ۱۳۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو او مطبوعاتو مشر وحید مجروح وویل چې په کابل کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۳۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۷۰ نور یې ژوبل کړل.
بریدونه د افغانستان د پارلمان مخې ته شوي دي. په هلمند کې بیا یو ځانمرګي برید ۱۰ تنه ووژل او همدومره نور یې ژوبل کړل. برید د ملي امنیت د ریاست مخې ته شوی دی.
طالبانو د دغو بریدونو مسولیت اخیستی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست دا بریدونه په کلکه غندلي دي او بریدګر یې د بشریت ضد دښمنان بللي دي.