ترکيه به په 2017 کال کښې هم ناامنه پاتې شي
دا رسوائۍ د ترهه ګرو ډلو د تحرکاتو په څارنه او د هغو دهشتګردو چې د امنيتي ادارو تر تعقيب لاندې دي د پلانونو په شنډولو کښې د ترکيې د استخباراتي ادارو له څرګندې ناکامۍ نه بغېر بل څه معنا نه لري.
د اردوغان د حکومت دغه سياسي او امنيتي رسوائي دې حد ته رسېدلې ده چې د ترکيې په پارلېمان کښې د حکومت د مخالف خلق جمهوري ګوند مشر قليجدار اوغلو په خپله ذاتي ټوئيټر پاڼه کښې ويلي دي: که موجوده حکومت نه شي کولې د دغه هېواد د عوامو د سر امنيت ټينګ کړي نو پکار دي استعفاء ورکړي او د دې دا مطلب شو چې اردوغان د دهشتګردو په مقابل کښې ماتې خوړلې او ورته تسليم شوے دے.
دا په داسې حال کښې دي چې امنيتي کارپېژاندي وائي چې په ترکيې کښې د کورنيو او بهرنيړ خلقو د امنيت په ټينګولو کښې د حکومت د ناتوانۍ دغه لړۍ به په ۲۰۱۷ کال کښې هم دوام ومومي.