امريکې په موصل کښې د خپلو فوځي صلاح کارانو شمېر زيات کړ
د دغه نړيوال ائتلاف وياند کرنل جان دوريان وويل: د عراقي امنيتي ځواکونو د پرمختګ د چټکتيا لپاره مو څو کارونه کړي دي، د دښمن په خلاف مو حملو ته دوام ورکړے دے او همدارنګ مو هلته (په موصل) کښې د فوځي صلاح کارانو او د موجودو مرستو اندازه زياته کړې ده چې د پرمختګ په وخت د عملياتو د وخت د يو والي لپاره د عراق امنيتي ځواکونو ته مشورې ورکړي.
هغۀ په واشنګټن کښې په يو اخباري کانفرنس کښې د وېډئي کانفرانس له لارې وويل: په موصل کښې د ائتلاف د فوځي صلاح کارانو شمېر په تېرو دو هفتو کښې تقريباً څلورنيم سوو تنو ته رسېدلے دے.
هغه وويل: دغه اندازه د هغو فوځي صلاح کارانو دوه برابره ده چې هلته کښې مخکې موجود وو.
دوريان وويل: دغه صلاح کاران به د عراق د فوځي يونټونو د وړاندنۍ کرښې شا ته باقي پاتې شي.
هغۀ په عېن حال کښې زياته کړه: هغوي په مختلفو وختونو کښې موصل ښار ته داخل شول.
د امريکې د دفاع د وزارت پېنټاګون د وېنا له مخې په عراق کښې ټول امريکائي فوځيان څلور زره نهه سوه او پينځه دېرش تنه دي چې پکښې تربيت ورکوونکي او امنيتي مربيان او فوځي کارپېژاندي شامل دي.
د عراق فوځي، پوليسو او رضاکار ځواکونو د تېر اکتوبر له اولسمې نېټې نه د موصل ښار د ازادولو لپاره ((اے نېنوا مونږ راروان يوو)) تر عنوان لاندې عمليات شروع کړي دي.