له سعودي نه په لسګونو شاهزادګان په تېښته دي

ځينې سعودي شاهزادګان د سره د خطر له ويرې له خپل هېواده تښتي

په سيمه کښې د انګريزي ژبې رسنې thegreatmiddleeast.com د رپوټ له مخې د باچائي کورنۍ ځينو غړيو د سر د خطر له ويرې فېصله وکړه چې د يوې مودې لپاره له خپل هېواده بهر لاړ شي.

په لسګونو شاهزادګان او اميرزادګان په اقتدار کښې د سلمان بن عبدالعزيز د راتلو او د اقتدار چارې د هغۀ د زوے په لاسو کښې د راتلو له وخته له سعودي عرب ته د وتلو په حال کښې دي. شاهدان په دې باوري دي چې دا کار د سعودي باچا د زوے او د دغه هېواد د وليعهد د جانشين محمد بن سلمان چې ويل کيږي اقتدار په خپله قبضه کښې لري د کورنيو او بهرنيو سياستونو په رد عمل کښې کيږي.ځينې شاهزادګان باوري دي چې شاهزاد بن سلمان کوشش کوي چې د پلار جانشين شي.

په داسې حال کښې چې ال سعود خاندان ته په دغه هېواد کښې تل تحفظ حاصل دے، په دې وروستيو وختونو کښې د دغه هېواد د اقتصادي بحران په سيوري کښې سعودي شاهزادګان او ځينې وزيران چې معمولاً د باچائي کورنۍ کسان دي تر سخت اقتصادي دباو لاندې راغلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *