د هيواد اساسي قانون له ديارلسو کلونو راهيسي ندی پلی شوی
د هيواد اساسي قانون له ديارلسو کلونو راهيسي ندی پلی شوی
د چارو شنونکي د پارلماني ټاکنو نه تر سره کيدل په قضايي او حقوقي برخو کي له وگړو سره دوه گوني چلند او په ټولنه کي د عدالت نه پلي کيدل له اساسي قانون څخه سترې سرغړونې بولي
د هیواد اوسنۍ اساسي قانون، په دیارلس سوه دوه اتیایم کال کې تصویب شو. د محتوا له اړخه لوړ ظرفیت لري چې د کارپوهانو په آند د ولس اړتیا او ستونزو ته خواب ویلی شي. خو په هیواد کې له قانونه سرغړونه او نه پلې کیدل ددې لامل شوي ترڅو د هیواد اساسي قانون په ښه توګه پلی نشي او په کراتو تر پښو لاندې شوی دی.
د ټولنې په سیاسي تربیه او مفکوره کې د قانون حاکمیت د کلتور نشتون، د سیاسي حاکمیت کمزورتیا او د قانون پلي کولوته نه ژمنتیا له دیارلسو کلونو راهیسې لویې سرغړونې چې ډيری یې د حکومت او ولسي جرګې له لوري تر سره شوې، شمیرل کیږي.
دا کار پوهان له دې سره چې حکومت او ولسي جرګه د اساسي قانون اصلي سرغړونکي دي، د دولت له درې ګونو قواوو یې غوتي ترڅو د اساسي قانون پلي کیدو ته درنښت ولري او باید په خپلو کړونو کې اساسي قانون تر پښو لاندې نکړي.