په بغلان کې داعش د کان ٧ کارکونکي وژلي دي

په بغلان کې داعش د کان ٧ کارکونکي وژلي دي

د بغلان د تالاو برفک ولسوالۍ د انار درې په سیمه کې وسله والو د یو معدن ۷ تنه کارګر وژلي دي.

د بغلان ولایت د تالاو برفک ولسوال فیض محمد امیري وايي چې نن د جمعې په ورځ له ماسپښین وروسته د انار درې په سیمه کې وسله والو پر یو مساپر وړونکي موټر برید کړی چې په کې ۷ تنه وژل شوي، څلور تنه ټپیان شوي دي.

د تالاو برفک ولسوال وايي چې دغو کسانو د ډبرو د سکرو په یو کان کې کار کاوه. هغه زیاتوي چې وژل شوي خلک د دایکندي د شهرستان اوسیدونکي وو.

ښاغلی امیري وايي چې دوي ته تر اوسه دقیق معلومات نشته چې دغه کارګړ چا وژلي خو دومره وايي چې سیمه د دولت د مخالفو وسله والو په لاس کې ده چې کله کله پر ځینو امنیتي پوستو هم بریدونه کوي.

د تالاوبرفک ولسوال ښاغلي امیري دا هم وویل چې د پیښې په ځای کې هیڅ ډول مخابراتي اسانتیاوې نشته دی.

بغلان کې د ډبرو په سکرو په معدن کې خلک په څلورمه او دریمه برخه کار کوي، ددغو معدنونو یو ټن د ډبرو سکاره په ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.

کله کله د غیرفني کیندنو له امله د ډبرو د سکرو پر کارګرو کانونه راپریوځي او تلفات ور اوړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *