د عراق چټک غبرون ځواکونو په ځینو سیمو کې له پرمختګه خبر ورکړی دی

د عراق  چټک غبرون ځواکونو په ځینو سیمو کې له پرمختګه خبر ورکړی دی

دوی ویلی د موصل په ختیځ کې د میثاق سیمه یې په بشپړه توګه له وسله والو مخالفینو پاکه کړې ده.

ثمير محمد اسماعيل- “نن مونږ د میثاق سیمې د نیولو لپاره جدي عملیات پیل کړي دي. ددې عملیاتو په لړ کې د میثاق او انتصار سیمې له وسله والو نیول شوې دي او په دې عملیاتو کې له دوه سوه پنځوسو ډير وسله وال وژل شوي له دې سره ډيری هغه کډوال چې له دې  سیمې  وتلي وو خپلو کورنو ته را ګرځیدلي دي.”

ددې سیمې اوسیدونکي چې له دې مخکې یې خپل کورنه پریښې وو اوس مهال بیرته د راتګ په حال کې دي. د کډوالو نړیوالو ادارو د مالوماتو له مخې د موصل عملیاتو له امله یوسل څوارلس زره کسانو خپل کورونه پریښې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *