د پوهني وزارت د خيالي ښونځيو د په ډاگه کيدو لپاره له مشرانو جرگي د مرستي غوښتنه کړې ده

د پوهني وزارت د خيالي ښونځيو د په ډاگه کيدو لپاره له مشرانو جرگي د مرستي غوښتنه کړې ده   دي وزارت سناتورانو ته ويلي، که چيري له خيالي ښونځيو خبر لري، دوی ته د ووايي.  له دې سره دي وزارت په ټول هيواد کي د زرو ښونځيو له تړل کيدو هم خبر ورکړی دی

څه موده وړاندې د پوهنې وزیر په ټول هیواد کې د ښونځیو، ښونکیو او زدکونکو له سروې خبر ورکړی وو ویلي یې وو، چې په دې سره به خیالي ښونځي په ډاګه شي، خو اوس دې وزارت د خیالي ښونځیو له شتونه بې خبري ښودلې او له سناتورانو یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې دوی ته مالومات ورکړي.

د پوهنې وزارت مرستیال له دې سره، په ټول هیواد کې د یوزر پنځو هغه ښونځیو له شتونه خبر ورکړی کوم چې تړل شوي دي. د ښآغلي محقق په وینا، په دې وروستیو کې دوی له دې ښونځیو څخه د اوه ویشتو ښونځیو پر پرانستلو بریالي شوي. ده ویلي دا ښونځي په ناامنو او هغه سیمو کې تړل شوي کوم چې د دولت له لاس رسي لرې دي.

محقق جهاني د پوهنې وزارت ستونزو ته په نغووتې سره ویلي. دا وزارت دودانیو، کتابونو، مسلکي ښونکیو او ځینو نورو ستونزو سره مخ دی او اوس مهال څلویښت سلنه ښونځي ودانۍ نلري. ده ددې ستونزو لامل د مالیې وزارت نه  همکاري ښودلې ویلي یې دي د مالیې وزارت د پوهنې وزارت بستونه لوړ کړي دي.

د پوهنې وزارت مرستیال دا څرګندونې د مشرانو جرګې په ننۍ استجوابیه غونډه کې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *