د کابل پوځي روزنې له مرکز څخه 1200 کسانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل

د کابل پوځي روزنې له مرکز څخه ۱۲۰۰ کسانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل   دې کسانو د پرمختللو وسلو کارولو او نوري پوځي زدکړې تر لاسه کړې دي. د مسولينو په وينا، دا کسان دوه نيمي مياشتي تر روزني لاندي وو

د کابل امنیتي مسولین وایي، دې سرتیرو پوځي او له پرمختللو وسلو د کار اخستنې زدکړې ترلاسه کړې دي، چې پکې د اطلاعاتو او د ماینونو د شنډولو برخې شاملې دي.

د کابل د پوځي زدکړو د مرکز قومندان ویلي، د ملي یوالي حکومت او نړیواله ټولنه ژمن دي ترڅو د نویو سرتیرو په روزنې  او په پرمختللو وسلو د دوی په سنبالولو سره دښمن ته درانه ګزارونه ورکړي.

ددوی په وینا، د هیواد دښمنان له افغان سرتیرو سره د مخامخ جګړې وس نلري او دوی تر ډیره له تبلیغاتي اړخه کار اخلي. له دې سره دوی ویلي، په روان کال کې به افغان سرتیري په اې دوه ویشت   او اف سي دولس ډوله الوتکو سنبال شي او اوس مهال افغان سرتیري د دښمن پر و ړاندې شپږ دیرش ډوله وسله کاروي.

دې یو زر دوه سوه سرتیرو له دوه نیمو میاشتو راهیسې د پوځي تکتیکونو زدکړې تر لاسه کړې او ډير ژر به له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د جګړې لومړيو کرښو ته واستول شي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *