د هرات ولايت صرافانو د جعلي پيسو په هکله انديښنه څرگنده کړې
د هرات ولايت صرافانو د جعلي پيسو په هکله انديښنه څرگنده کړې او اقتصاد ته يي ډير زيان اړولی دی
ددې ادارې د مسولينو په وينا، امنيتي مسولين بايد د تقلبي پيسو د چاپ او رامنځ ته کيدو د مخنيوي په برخه کي کوټلي گامونه پورته کړي او پري نږدې چي د خلکو پانگه زيانمنه شي
د هرات د صرافانو ټولنې ریس بهاالدین رحیمي ویلي، په دې وروستیو کې جعلي پیسو چې د هیواد په د ننه او بهر کې چاپ شوې، خلکو ته یې تر ډيره مالي زیان اړولی دی، ددوی په وینا، له دې امله چې دا پیسې په بازار کې تیت شوې د ټولنې عامو خلکو ته یې تر ډيره زیان اړولی دی.
ښاغلي رحیمي په دې وروستیوکې په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې خو ویلي یې دي چې په هرات ولایت کې باید ددې ستونزې جرړې وچې شي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، په دې ولایت کې جعلي پیسې په هغه کچه ندي چې د بازار اقتصاد ته زیان ورسوي، ده ویلي، د امنیتي ځواکونو دا مسله جدي نیولې او په دې تړاو یې ډيری شبکې او کسان نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د هرات پولیسو یو کس د جعلي پیسو د چاپ له یوې دستګاه سره نیولی دی. خو ډيری دا ډول پیسې په پاکستان کې چاپیږي او هیواد ته را وړل کیږي.