د تړل شویو ښونځیو د پرانستلو مبارزه د کندهار ولايت له سپين بولدک ولسوالۍڅخه پیل شوه

د تړل شویو ښونځیو د پرانستلو مبارزه د کندهار ولايت له سپين بولدک ولسوالۍڅخه پیل شوه

ددې برخې مسولينو ويلي، دا کمپيان يي ځکه له لري پرتي سيمي پيل کړی، چي په دي سيمه کي هيڅښونځی شتون نلري. ددوی په وينا د سيمي اوسيدونکي په جدي توگه د ښونځيو د رامنځ ته کولو غوښتونکي دي

«ټول ښونځي د پرانستل شي، مونږ نجونو ته دزکړو اجازه ورکو، مونږ کتاب او قلم غواړو». دا د هغه کمپیان شعار دی کوم چې ښونځیو ته د خلکو د هڅونې په موخه د هیواد په لرې پرته سیمه کې په  لاره اچول شوی دی. دا مبارزه د قلم لار ټولنې له لوري په لاره اچول شوې، د هغه ټولنې له لوري چې له څو کلونو راهیسې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې فعالیت کوي.

ددې ټولنې مسولینو ویلي، دوی یو ځل بیا د تړل شویو ښونیځو د پرانستلو مبارزه پیل کړې او ددې فعالیت لمن به ټولو هغه سیمو ته وغځول شي کوم  چې ښونځي پکې تړل شوي دي.

د قلم لار ټولنې ریس مطیع الله ویسا ویلي: دا مبارزه یې د هیواد له لرې پرتې سیمې یعني سپین بولدک ولسوالۍ څخه پیل کړې ځکه چې په دې سیمه کې هیڅ یو ښونځی شتون نلري او خلک یې له حکومته ښونځي غواړي. ښاغلي ویسا زیاته کړه، په دې مبارزه کې د سیمې اوسیدونکو، مخورو او قومي مشرانو ګډون کړی دی او ټولو په یوه غږ سره ویلي: زدکړې زمونږ د ماشومانو حق دی  او دوی نغواړي چې ماشومان یې په تیاره کې ژوند وکړي.

ددوی په وینا، د دې کمپاین د پام وړ ټکی، د نجونو پر زدکړو ټینګار دی. ښاغلي ویسا زیاته کړې خلکو ددې مبارزې له مخې ژمنه کړې چې خپل زامن او لوړنې به ښونځیو ته استوي او په خپله دوی به له دې ښونځیو ساتنه کوي. په دې مبارزه کې تر ډيره له موټر سایکلونو کار اخستل کیږي او هغه سیمو ته به دا پیغام استوي کوم چې د موټر لاره نلري.

اوس مهال په کندهار ولایت کې له څلور سوه شپیتو ښونځیو څخه یو سل نهه دیرش یې ترل شوي پاتې دي، چې د پوهنې ریاست یې لاملونه دکدر او ښونکیو نشتون او ناامني بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *