ولسي جرگي د روسيې د ناستې په هکله د حکومت پر پټې خولې نيوکه کړې

ولسي جرگي د روسيې د ناستې په هکله د حکومت پر پټې خولې نيوکه کړې ويلي يي دي که چيري د افغانانو  په هکله نور پريکړې کوي او دوی ورته گوري  نو له گواښونکې راتلونکې سره به مخ شي   له دی سره دې جګړې زیاته کړې، په افغانستان کي روانه جگړه واک ته د رسيدو په موخه د ځيني مشرانو له لوري په لاره اچول شوې ده

د ولسي جرګې ځینې غړي په دې آند دي چې په هیواد کې د روانې جګړې، بدبختیو او ناخواولو لاملونه د ځینې مشرانو د واک غوښتنه ده، ددوی په وینا د ځینې مشرانو بانکي حسابونو کې د عرب شیخانو څخه هم ډيره شتمني پرته ده خو ډيری افغانان په شپو شپو وږي بیده کیږي.

د ولسي جرګې غړیو له دې سره د مسکو د ناستې په هکله یو ځل بیا غبرګون ښکاره کړی او په دې برخه کې یې د حکومت پټه خوله غندلې ویلي یې دي، که چیرې حکومت د نورو د پریکړو په تمه وي نو افغانستان به له بدې راتلونکې سره مخ شي.

د ولسي جرګې د ریس په وینا، په څینو ولایتونو کې د ترهګرو شتون ددې ښکارندویي کوي، چې راتلونکی کال به د افغانستان لپاره خونړۍ کال وي. دوی له حکومت څخه په دې سیمو کې د چنیزو عملیاتو د په لاره اچولو غوښتنه کړې ده.

دا لومړي ځل ندی چې ولسي جرګه د ژمې پر مهال د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو غوښتنه کوي بلکې مخکې له دې هم دې جرګې د دولت وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره ژمۍ ښه وخت ښودلی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *