په سعودي عربستان کي د اقتصادي ستونزې له امله 50 زره پاکستاني کارکونکي خپل هيواد ته راگرځيدلي دي

په سعودي عربستان کي د اقتصادي ستونزې له امله ۵۰ زره پاکستاني کارکونکي خپل هيواد ته راگرځيدلي دي

پاکستاني کارکونکي ويلي،په سعودي عربستان کي يي له کاره ځکه لاس ا خستی چي دوی ته په خپل وخت د عربي شرکتونو له لوري معاشونه نه ورکول کيدل

د  الوطن ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، په سعودي  عربستاان کې د پاکستاني کارکونکو د ټولنې پلاوي رییس  امجد ملک ویلي: په دې وروستیو کې پنځوس زره پاکستاني کارکونکو په سعودی عربستان کې د یو شمیر شرکتونو اقتصادي ستونزې له امله له کاره لاس اخستی او خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.

ده ویلي دا کسان ځکه خپل هیواد ته راغلي چې د شرکتونو له لوري دوی ته معاشونه نه ورکول کیدل. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په سعودي عربستان کې د پاکستاني کارکونکو شمیره دوه میلیونه پنځه سوه زره کسانو ته رسیږي.

په همدي ډول ویل شوي چې په سعودي عربستان کې شپږ زره پنځه سوه پاکستاني کارکونکو له شپږو میاشتو راهیسې خپل مزد ندی تر لاسه کړی. له دې سره هندي او فیلیپیني کارکونکې هم له ورته ستونزې سره مخ دي.

د سعودي عربستان په بودیجه کې د نیمګړتیا لامل د تیلو په بیه کې ټیټوالی ښودل شوی چې له امله یې په دې هیواد کې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې او له  دې هیواده د بهرنیو کارکونکو د وتلو لامل شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *