د اسپانيا ۶۰ ښارونه د صهيونېسټ رژيم د بائيکاټ له کمپېن سره يوځاے شول

د والنسيا ځاي حکومت وړمه ورځ وويل، د سياسي ګوندونو د نمائندګانو په تصويب سره د صهيونېسټ رژيم د بائيکاټ او پکې د پانګونې د ممنوعيت له کمپېن (BDS) سره يوځاے شوے دے.

مشترک نومې ګوند له کمپرومائز او متحده کيڼ پالي ګوند سره يو ځاے د خپل برخليک په ټاکلو، ازادۍ او په خپلو طبيعي زېرمو او زمکو باندې د هغوي په اختيار کښې د فلسطينيانو له برحقو او نه انکارېدونکو حقوقو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه  او تاکيد يې وکړ چې فلسطينيان حق لري چې د اسرائيلو تيري او نيواکګرۍ ته خاتمه ورکړي.

ځاي حکومت همدارنګ له اسرائيلي نسل پرستۍ نه د پاکې زمکې له بهير (ELAI) سره يوځاے شو.

او د اسرائيلو د بائيکاټ له سوله ايز کمپېن سره د يوځاے کېدو په حقله د تفصيلاتو په بيانولو کښې يې وويل، دغه له تشدده پاک کمپېن فلسطيني ملت جوړ کړے دے چې په سوله ايزو طريقو سره خپل مسلم حقوق چې په نړيوال قانون کښې هم تائيد شوي دي ترلاسه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *