طالبانو د ايران په اړه د العربيه رپوټ رد کړ

د طالب ډلې وياند وويل: د العربية په نامه رسنۍ هغه رپوټ حققت نلري چې وائي ايراني ځواکونه د طالبانو په ملاتړ جګړه کوي

د طالب ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د دغې ډلې لخوا په خپره شوې يو بيانيه کښې وويل: د العربية په نامه ويب سايټ د کابل ادارې د چارواکو له قوله رپوټ خپور کړ چې ګني د ايران هيواد نظامي ځواکونه د افغانستان په غرب کښې د طالب دلې د ځواکونو په ګټه په جګړه کې ونډه لري.
هغه وويل: مونږ دغه پروپېګنډه په کلکه ردوو، دا ډول تبليغات د کابل ادارې د چارواکو لخوا وخت په وخت د دې لپاره کيږي چې خپله کمزوي او شکست پټ کړي او د دغې ډلې ځواکونه له نورو هېوادونو سره وتړي.
ذبيح الله زياته کړه مونږ په افغانستان کښې د روان جنګ د پرمخ بيولو لپاره کافي ځواک لرو د هیچا نظامي مرستو ته اړتيا نه لرو، د افغانستان په غرب او شرق کښې زمونږ خپل ځواکونه دهر ډول ګواښ د ځپلو لپاره بس دي.
نړېوالې بې پرې رسنۍ بايد په دا ډول يو طرفه رپوټونو خپرولو سره خپل حيثت خراب نکړي، په افغانستان کښې د طالبانو په خلاف د کابل حکومت د استخباراتي کړيو د پروپېګنډو ښکار نه شي او خپل حېثيت ته زيان ونه رسوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *