په غزني کې وسله والې کورنۍ ځای پر ځای شوې دي

په غزني کې  وسله والې کورنۍ  ځای پر ځای شوې دي

دغزني جاغوریو وسلوالۍ اوسیدونکي د اندیښنې تر ځنګ ویلي ددې ستونزې لکبله حکومت له دې ولسوالۍ ځخه امنیتي سرتیري بلې سیمې ته لیږدولي دي

درا پورونو پر بنسټ بهرنۍ وسلوالې کورنۍ چې ویل کیږي  اوزبیک او چیچینیانې دي په جاغوریو ولسوالۍ په ځینو سیمو کې  چې د زابل ولایت په  ګاوڼډ کې پرته ده ځای پر ځای شوې چې د ورځې په تیریدو سره د ډیریدو په حال کې دي

دې موضوع د جاغوریو ولسوالۍ اوسیدونکې سخت اندیښمن کړي دي

له دي سره دجاغوریو مشران وایي، ددې ستونزې سره سره حکومت ددې ولسوالۍ امینتي سرتیري د غزني ولایت نورو ولسوالیو ته لیږدولي  دي

دغزني والي دا مسله یې یو لوی ګوښ ښودلی او له مشرانو یې غوښتي تر څو ددې ګواښونو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي

دا کورنۍ له لویو لارو د مساپرو په تښتولو او د جاغوریو ولسوالۍ له اوو تنو اوسیدونکو د سرونو په پرې کولو کې په لاس لرلو تورنې پيژندل شوې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *