افغانستان د سايبري بريدونو د مخنيوي توان نلري

افغانستان د سايبري بريدونو د مخنيوي توان  نلري

د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژي وزارت وياند ياسين صميم ويلي، په هيواد کي سايبري بريدونه دومره ډير دي  چي حتي د دولت مهمې ادارو ته هم غځيدلې دي

له دې سره دوی ويلي، په روان کال کې له ستونزو او خنډونو سره دوی د ۹۰ سلني پلان په پلي کولو بريالي شوي دي

د مخابراتو وزارت وایي دوی هڅه کوي ترڅو د مسولو ادارو په همکاری سره د ګرځنده تلفونونوټول سیمکارتونه ثبت کړي، چې په دې سره به د تولنیزو بې بند وباریو مخنیوی وشي.

ددې وزارت ویاند له دې سره د هیواد په انټرنیټي او مجازي فضا کې د امنیت پر نشتون اندیښنه څرګنده کړې ویلي یې  دي: تر اوسه دوی ددې ستونزې په هواری کې پاتې راغلي خو ډير ژر به په دې  هکله کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

له دې سره دې وزارت د عوایدو له ډيرښته خبر ورکړی ویلي یې دي، له دې سره  چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې امنیتي حالت ښه ندی خو بیا یې هم عواید د تیر کال په پرتله پنځه دیرش سلنه ډير شوي دي.

د مخابراتو وزارت ویاند زیاته کړې: د سړې هوا په رارسیدو سره او د واورې وریدنې له امله د ځینو لارو په بندښت سره ددوی د پرمختیایي پلان له خنډونو سره مخ شوی خو بیا یې هم خپل نوي سلنه پلان پلی کړی دی.

د مخابراتو وزارت د ویاند په وینا، په دې وروستیو کې د انټر نیټ بیه تر ډيره را ټیټه شوې او په دې برخه کې د نورو پرمختګونو لپآره ځینې پلانونه تر لاس لاندې لري او د انټر نیټ بیه په راتلونکې کال کې له دې هم ټيټه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *