يوي ايزدي ميرمني له دولتي سرتيرو سره يې لويه مرسته کړې ده

يوي ايزدي ميرمني چي له داعش څخه په تيښته بريالۍ شوې له دولتي سرتيرو سره يې لويه مرسته کړې ده

دا ميرمن په دوه زره څوارلسم کال کي د داعشيانو له لوري تښتول شوې او د يو شمير نورو ميرمنو په گډون يې له دوی سره د جنسي برده په ډول ژوند کاوه

د عراق د ترهګرو پر وړاندې ځانګړو ځواکونو د یوې ایزیدي میرمنې په مرسته، چې په دې وروستیو کې د داعش له بنده په تیښته بریالۍ شوې، نوي پرمختګونه کړي دي. دې چې غوښتې ناپیژنده پاتې شي، عراقی سرتیرو ته یې د داعش د مورچلو په هکله مالومات ورکړي دي.

معان سعدي- “زمونږ خور ایزدي میرمن  چې تاسو یې دلته وینئ، یوه ورځ مخکې یې د انتصار او قدس له عملیاتو په تیښته بریالۍ شوې ده. مونږ ته ځینې مالومات ورکړل

زمونږ ایزدي خویندي چې په دوه زره څوارلسم کال کې د داعش له لوري تښتول شوې ددوی له لوري سختې ځورول شوې  او له دوی سره ځناورې کړنې شوې. له دې داسې ښکاري چې دا ډله د بشر او ښځو حقونو ته هیڅ ډول درناوی نلري.”

عراقي سرتیرو دوه ورځې وړاندې اعلان کړی وو چې د موصل عملیات یې چټک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د موصل عملیات له دوه میاشتو راهیسې دوام لري او په ډيرې پڅتیا سره پر مخ روان دي. په دې عملیاتو کې کردان، ملیشې او د امریکا په مشری نړیوال ایتلاف د عراقي سرتیرو سره مرسته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *