افغانستان د سايبري بريدونو د مخنيوي توان نلري
افغانستان د سايبري بريدونو د مخنيوي توان نلري
د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژي وزارت وياند ياسين صميم ويلي، په هيواد کي سايبري بريدونه دومره ډير دي چي حتي د دولت مهمې ادارو ته هم غځيدلې دي
له دې سره دوی ويلي، په روان کال کې له ستونزو او خنډونو سره دوی د ۹۰ سلني پلان په پلي کولو بريالي شوي دي
د مخابراتو وزارت وایي دوی هڅه کوي ترڅو د مسولو ادارو په همکاری سره د ګرځنده تلفونونوټول سیمکارتونه ثبت کړي، چې په دې سره به د تولنیزو بې بند وباریو مخنیوی وشي.
ددې وزارت ویاند له دې سره د هیواد په انټرنیټي او مجازي فضا کې د امنیت پر نشتون اندیښنه څرګنده کړې ویلي یې دي: تر اوسه دوی ددې ستونزې په هواری کې پاتې راغلي خو ډير ژر به په دې هکله کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
له دې سره دې وزارت د عوایدو له ډيرښته خبر ورکړی ویلي یې دي، له دې سره چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې امنیتي حالت ښه ندی خو بیا یې هم عواید د تیر کال په پرتله پنځه دیرش سلنه ډير شوي دي.
د مخابراتو وزارت ویاند زیاته کړې: د سړې هوا په رارسیدو سره او د واورې وریدنې له امله د ځینو لارو په بندښت سره ددوی د پرمختیایي پلان له خنډونو سره مخ شوی خو بیا یې هم خپل نوي سلنه پلان پلی کړی دی.
د مخابراتو وزارت د ویاند په وینا، په دې وروستیو کې د انټر نیټ بیه تر ډيره را ټیټه شوې او په دې برخه کې د نورو پرمختګونو لپآره ځینې پلانونه تر لاس لاندې لري او د انټر نیټ بیه په راتلونکې کال کې له دې هم ټيټه شي.