بانکي مون د مخه ښې په مراسمو کي خپل مسوليت د بيوځله کسانو د غږ پورته کول ښودلی

بانکي مون د مخه ښې په مراسمو کي خپل مسوليت د بيوځله کسانو د غږ پورته کول ښودلی  اوپه راتلونکي کې يې په دې لاره د تگ هيله مندي څرگنده کړه

ده د پاريس هوکړه لويه لاسته راوړنه وښوده او ددې هوکړې پر پلي کيدو يې ټينگار کړی دی

 د ملګرو ملتونو پخواني لوی منشي بانکي مون د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د لوی منشي په توګه یې د دندې وروستۍ ورځ وه، د خپلو همکارانو په منځ کې را ښکاره شواو له دوی څخه یې د مخه ښې مراسم تر سره کړل.

بانکي مون، په داسې حال کې چې په خبرو کې یې هیله مندي او ناهیلي ښکاریده وویل، غواړي چې له دې وروسته هم په هغه لاره تګ وشي کوم چې ده غوره کړې وه. ده هیله مندي څرګنده کړه چې له دې وروسته هم د ښځو او ماشومانو ملاتړ وشي او د هوا د بدلون مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

بان کي‎مون- “ما د هغه کسانو په پلویتوب کار کړی کوم چې بیوځله وو او د بې دفاع خلکو څخه د دفاع لپاره مې ګام پورته کړی، تاسو دې لارې ته دوام ورکړئ. دا د نړۍ د خلکو لپاره د خدمت یواځینۍ امتیاز دی او دا زمونږ، زمونږ د همکارانو او نړیوالې ټولنې لپاره لاسته راوړنه شمیرل کیږي.)

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون دنده په رسمي توګه پای ته رسیدلې ده ویلي، د نوي کال له پیل سره به هغه مهال له دندې لاس واخلي کله چې د نوي کال د راتلو تڼۍ وټومبل شي.

بانکي مون د دوه زره اوم کال له پیله د ملګرو ملتونو د لوی منشي په توګه ټاکل شوی او دده پر ځای به پرتګالی دیپلومات وټاکل شي. د بانکي مون دنده په داسې حال کې پای ته رسیږي چې دده ډيرېو هڅو کومه نتیجه نده ورکړې او نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه د اور په لمبو کې وسوځیدل او سوځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *