اردن ته د فلسطينيانو د لېږلو لپاره د ټرمپ او نېټنياهو نقشه
هغۀ په دوام کښې وويل: هغه پکار دي د کډوالۍ مشکل د “اونروا” په لغو کولو سره هوار کړي، او ټول هر څه له ټرمپ سره چې تر ډېره حده پورې له نوي حکومت سره يو ډول روابط ټاکي له وړومبنۍ کتنې سره تړاو لري.
الدار په يوه مقاله کښې چې په اسرائيلي معاريف ورځپاڼه کښې خپره شوه تاکيد وکړ: نتانياهو د اوباما د دوران د خرابيو د اصلاح او د اسرائيلو د نړيوال او سيمه ايز حېثيت د بدلولو لپاره يوه تاريخي موقع په لاس کښې لري.
دغه پروفېسر همدارنګ له نتانياهو وغوښتل چې د اونروا له امداد رسوونکې موسسې څخه د مالي ملاتړ د بندولو او د هغې د تړلو په لړ کښې قدم واخلي.
هغه دغه موسسه د فلسطيني کډوالو د نمسا نمسو د معالجې په وجه دښمنه موسسه وبلله.
له دې نه علاوه الدار وضاحت وکړ: نتانياهو د امريکې د ولسمشر باراک اوباما د دباوونو په وړاندې تسليم شو او په يهودا، سامرا او قدس سيمو کښې يې د ابادونې عمليات اودرول. خو د دې باوجود اسرائيلي رژيم له ناامني او د امنيت د شورا له منفي فېصلو نه په امان کښې پاتے نه شو.