2017 کال به د افغاستان بريا او د مخالفينو د خپلو کال وي

۲۰۱۷ کال به د افغاستان بريا او د مخالفينو د خپلو کال وي

دولسمشري وياند مرستيال وايي چي د سيتم داصلاح تر خنگ د خصوصي پانگي اچوني لاره به په هيواد کي هواره کرو

 د ولسمشرۍ ویاند مرستیال په داسې حال کې ۲۰۱۷ کال د لاسته راوړنو ډک کال ښودلی چې په روان کال کې حکومت له ډیریو ستونزو سره مخ شوی دی په دې کال کې قندز ولایت یو ځل بیا د مخالفینو په لاس کې  د لنډې مودې لپاره وو وسله وال مخالفین ډیری سیمې په ارزګان او هلمند ولایتونو کې نیولې له همدې امله داعشیانو خپل خوځښتونه ډیر کړي دي د افغان امنیتی سرتیرو تلفات د نورو کلنو په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې په لوړه کچه وو خو حکومت په دې باور دی چې ۲۰۱۷ کال به د مخالفینو ماته او د خصوصي پانګونې راټولولو کال وي

دواخان مينه‌پال “۲۰۱۷ کال د افغانستان لپاره د کامبابۍ کال دی او مونږ د ترهګرو پر وړاندې کامیابي ترلاسه کوو او ددې ترڅنګ سیستم اصلاح کوو او دپراخې پانګې اچونې شاهدان به وو چې لویه برخه یې خصوصي سکتورونه جوړوي  .”

مینه پال وویل حکومت ۲۰۱۵ کال د پاتې کیدو کال ښودلی وو چې په دې کال کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه او امنیتي سرتیري په وسلو سمبالولو سره دوام درلود ۲۰۱۶ کال  د افغاسنتان د حکومت په ځانګړې توګه د افغان امنیتي سرتیرو ته ستونزمن کال ښودل کیده

دپوځ ستر درستیز مرستیال مراد علي مراد هم ۲۰۱۶کال د امینتی سرتیرو پر وړاندې یو ستونزمن کال ښودلۍ وو

له دې سره حکومت وایي ۲۰۱۶ کال یو سمون کال وو او په دې کال کې ۶ قول اردوګانو د مخالفینو پر وړاندې د هیواد په بیلابیلو سیموکې مبارزه کوله

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *