افغان ځواکونه له يوې نا اعلان شوې جګړې سره مخ دي، چې د پوليسو په ليکو کې به د دينې برخې په پياوړي کولو سره دغه تشه ختمه کړي.

د دغه وزارت د ديني او عقيدتي برخې مشاور محمد حسين حسيني په خبرو کې وويل، د هېواد روان حالت ته په کتو لازم بولي، چې د پوليسو په ټولو قرارګاوو کې د ديني او عقيدتي برخې مسوولين وارزوي او په دغه برخه کې ددوی ظرفيت لوړ کړي.

نوموړی وايي، افغان امنيتي ځواکونه له يوې نا اعلان شوې جګړې سره مخ دي، چې د عقيدوي برخې په پياوړتيا سره به د افغان ځواکونو مورال نور هم لوړ شي.

په ورته وخت کې بيا ديني عالمان وايي، که چېرته د افغان ځواکونو په ليکو کې ديني برخې ته پاملرنه زياته او په دغه برخه کې خلک وروزل شي، نو افغان ځواکونه به د دښمن پر وړاندې نور هم غښتلي شي.

ديني عالم او د ننګرهار د حج او قافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، له افغان ځواکونو سره روانه جګړه تر ډېره وسله وال په عقيدتي برخه کې مخته وړي، چې د پوليسو له روزلو سره به ددوی دغه تشه هم ډکه شي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له دې وړاندې يې د پوليسو په نورو زونونو کې هم د ديني او عقيدتي برخې له لوري ورته ازموينې اخيستل شوي، چې تر ډېره يې پايلې مثبتې او د افغان ځواکونو به ليکو کې يې دغه تشه هم ډکه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *