امریکا پر اوو پاکستاني شرکتونو بندیز لګولی دی

د امریکا د اقتصاد وزارت وايي د پاکستان پر هغو اوو سیاسي او غیر سیاسي شرکتونو او ادارو یې بندیزونه ولګول چې د پاکستان د میزایلو د پروګرام سره تړلي دي.

وزارت وايي د دغو سازمانونو نومونه د امریکا د صادراتو د مقرراتو د ادارې په لست کې ورشامل شول. په دغو اوو شرکتونو کې حکومتي، سیاسي او شخصي ادارې شامل دي.

د امریکا د اقتصاد وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دا په ډاګه شوې چې “دغو اوو شرکتونو/ادارو د متحدو ایالتونو د ملي امنیت، بهرنۍ تګلارې او ملي ګټو پر ضد فعالیتونه کړي دي”.

خو وزارت د دغو شرکتونو او ادارو نومونه نه دي ښودلي او نه یې هم ویلي چې هغوی څه ډول سرغړونه کړې ده او یا کوم ډول منع کړل شوي مواد یې وارد او صادر کړي دي.

پاکستاني چارواکو د امریکا د دغه اقدام په اړه کوم غبرګون نه دي ښودلی، خو تل یې ویلي چې د هغوی د میزایلو او اتومي پروګرام مصونه او د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان له تګلارو سره برابر دی.

په همدې حال کې پاکستاني ساینسپوه ډاکټر سمر مبارک مند ویلي چې د پاکستان اتومي پروګرام غښتلی دی او هېڅ ډول بندیز پرې فشار نشي راوړلی.

پاکستان له هند سره تربکني لري او دا دواړه هېوادونه اتومي وسلې لري. خو ډېر کارپوهان په پاکستان کې داورپکو ډلو موجودیت او فعالیتونو ته په کتو اندېښنه لري چې هسې نه کومه ورځ د پاکستان اتومي وسلې یې لاس ته ورشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *