د رشوت د اخېستو او د دهوکه بازۍ په تور به د نېټنیاهو تفتيش وشي

د صهيونېسټ رژيم لسم چېنل پرون يو رپوټ خپور کړ چې د هغه له مخې د پوليسو يوه ډله د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم بنيامين نتانيا هو د فساد د تور د يو کېس د تفتيش د ټاکلو لپاره د هغۀ دفتر ته ورغله.

د تفتيش دغه ټاکنه چې د وزيراعظم د دفتر لخوا به ټاکل کيږي د غېر قانوني ډاليو  او درنو مالي رشتونو د اخېستو د تور د تفتيش لپاره ده.

همدارنګ دويم چېنل رپوټ ورکړ، نتانياهو له يو صهيونېسټ او يو بهرني کس نه  د دوو درنو رشوتونو په اخېستو تورن دے.

دغه چېنل د دغو کسانو د نومونو له څرګندولو څخه په ډډې کولو سره وويل: د هغه تفتيش به په راتلونکو څو ورځو کښې وشي.

د اسرائيلو عمومي چېنل هم د ځينو سرچينو په نقل سره خبر ورکړ،  د اسرائيلو د ناروا حکومت قانوي مشير افيحای مندلبلت به د دوو  اصلي او فرعي  موضوع ګانو په باره کښې د نتانيا هو تفتيش شروع کړي چې د دغو دواړو مسئلو په باره کښې يې هيځ معلومات خپارۀ نه کړل.

پوليسو هم روانې پېښې بې تفصيلاتو پرېښې دي او وې ويل: په مناسب وخت کښې به د پوليسو يا د عدليې د وزارت  لخوا په  رسمي توګه د واقعاتو په باره کښې تفصيلات بيان شي.

د ليکوډ ګوند وزير ياريف ليفين هم وويل: هغه تورونه چې د وزيراعظم په خلاف د مېډيا لخوا خپارۀ شوي دي د هغو کسانو چې  په انتخاباتو کښې يې کاميابي نه ده حاصله کړې بېهوده کوشش دے.

مخالف صهيونېسټ نمائنده ايتان کابل وويل: د وزيراعظم رسوائۍ پرله پسې په ډاګه کيږي. هغۀ نتانيا هو د ډېموکرېسۍ د اصولو تر پښو لاندې کولو باندې تورن کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *