د عراق د پارلېمان د امنيت او دفاع د کمېشن غړي اسکندر وتوت د دغه هېواد له وزيراعظمه وغوښتل له سعودي سره دې تعلقات ختم کړي.

دغه عراقي چارواکي د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزارته هم وغوښتل چې له سعودي سره دې چې په سوريې او عراق کښې د دهشتګردو ډلو سرغنه دے، په بحرېن کښې له وهابي ډوله ځپنو څخه ملاتړ کوي او د يمني ماشومانو قتل عام کوي خپل سفارتي تعلقات ختم کړي.

وتوت په يو اخباري کانفرنس کښې په عربه نړۍ کښې د پتمنو ملتونو په خلاف د سعودي او قطر د سازشانه رول په غندلو سره په عراق کښې د دواړو هېوادونو د تېريو او مداخلتونو او د سعودي د پخواني سفير ثامر السبهان د رول په وړاندې د عراق د بهرنيو چارو د وزرات په دريځونو باندې د حېرانتيا څرګندونه  وکړه.

هغه زياته کړه، مونږ د سعودي عرب د پرله پسې تيريګريو په وړاندې د ډېپلومېسۍ جديت ته اړمن يوو او دا د ټولو ننګياليو عراقيانو غوښتنه چې د خپل ټاټوبي له ملي حاکميت څخه د دفاع شرف لري.

اسکندر وتوب همدارنګ وويل چې سعودي عربستان او قطر وړومبني هېوادونه دي چې په دنيا کښې يې د دهشتګردۍ تخم شيندلے دے.

سعودي په ۱۹۹۰  کال کښې د عراق لخوا د  کويت له نيواکه وروسته عراق سره خپل تعلقات ختم کړل. «طراد عبدالله الحسېنالحارثي » په عراق کښې د دغه هېواد وروستے سفير ؤ چې  له ۱۹۸۳ نه تر ۱۹۹۰ کال پورې په عراق کښې د سعودي د سفير په توګه خدمت وکړ.