په بحرين کښې د تندلارو صهيونېسټانو جشن

د “حباد” يهودي فورځنګ د تندلارو خاخامانو يو وفد د حانوکاه يهودي اختر د مراسمو د جوړولو لپاره بحرين ته لاړ.

اليوم فلسطيني خبري  اېجنسۍ د ټائمز آف اسرائيل سائيټ په نقل سره رپوټ ورکړ، د حباد غورځنګ خاخامانو د بحرين د باچا حمد بن عيسی آل خليفه په ذاتي بلنې د تېرې هفتې په وروستيو کښې دغه هېواد ته سفر کړے دے.

د صهيونېسټ رژيم رسنيو بحرين ته د صهيونېسټي خاخامانو سفر ته يوه خاص توجه ورکړې ده او د دغه رژيم ټي وي چينلونو او سائيټونو د هغو بحرېنيانو چې په منامه کښې په مراسمو کښې د خاخامانو ترڅنګه ګډيږي تصويرونه نندارې ته اېښودې دي.

دغه ګډا  ((اسرائيلي ملت ژوندے دے)) تر عنوان لاندې سازونو سره مله وه.

د بحرين باچا په دې وروستيو کښې هم له هغو صهيونېسټي خاخامانو سره چې دغه هېواد ته يې  سفر کړے دے ليدل کتل کړي دي. دغه اقدام ته هم اسرائيلي رسنيو خاصه توجه کړې ده.

حباد صهيونېسټي غورځنګ يوه  افراطي صيونېسټي ډله ده چې له عربو سره په دښمنۍ مشهوره ده.

دحباد غورځنګ يو غړي او د کريات موسکين ښاره خاخام مئير فريډمن  لاهفا يهودي دهشتګردې ډلې ته د اسرائيلو د انعام ورکول تجويز ورکړےؤ.

دغه دهشتګرده ډله د مقبوضه  فلسطين په مختلفو ښارونو په تېره بيا بيت المقدس کښې د فلسطينيانو په خلاف د دهشتګردانه عملياتو د اجرا ذمه واره ده.

د حباد تندلاري غورځنګ يو بل غړي خاخام اسحاق شابيرا هم په ۲۰۰۹ کال کښې د يهوديانو په لاسو د عربو ماشومانو قتل عام د انعام وړ بللے ؤ.

د دغه صهيونېسټي غورځنګ خاخامان د مسجد الاقصی د ويجاړولو او د دغه مقدس جومات په ځاےباندې د هيکل معبد د جوړولو په پروژه کښې مهم کردار ادا کوي.

د صهيونېسټ رژيم خبري رسنيو همدارنګ په يو خاص شکل په ملګرو ملتو کښې د بحرين د نمائنده په توګه د دغه هېواد د باچا لخوا بحريني يهودي هدی نونو د ټاکلو مسئلې پاملرنه کړې ده.

د ويکي ليکس لخوا په ډاګه شوي اطلاعات هم د صهيونېسټ رژيم او بحريني  چارواکو ترمېنځ د ګڼ شمېر محرمانه کتنو پرده اوچته کړې ده.

په بحرېن کښې صهيونېسټ تشدد پسند خاخامان په داسې حال کښې خپل مذهبي او حتی د ګډا مراسم جوړوي چې د بحرين شيعه مسلمانان په دغه هېواد کښې د خپلو مذهبي مراسمو په ادا کولو کښې له زياتو مشکلاتو او دباوونو سره مخامخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *