د ايران هوايي ځواکونو خبرداری ورکړی چي ددوی پر فضا به هر ډول خوځښت ته ځواب ورکړل شي

د ايران هوايي ځواکونو خبرداری ورکړی چي ددویپر فضا به هر ډول خوځښت ته ځواب ورکړل شي. دا خبرداری د ايران هوايي ځواکونو د پوځي مانورې په ورستيو کي ورکړل شوی او ددې هيواد دافع هوا يوه بي پيلوټه خپله الوتکه نسکوره کړې ده

د ایران هوایي ځواکونو دانځورونو په خپرولو سره ویلي، په دې آزموینه کې د  دافع هوا څخه په کار اخستنې سره په دې بریالي شول ترڅو یوه بې پیلوټه الوتکه چې دشمنه بلل شوې وه پیدا او له منځه یې یوسي.

دوی ویلي ددې الوتکې په لور یې یو توغندی توغولی  چې ددې الوتکې د نسکوریدو لامل شو له دې سره دوی خبرداری ورکړی چې هر ډول خوځښت ته به ځواب ورکړي.

فرزاد اسماعيلي- “مونږ ددې توغندي په وسیله بیلا بیل اهداف درلودل  اس درې سوه توغندي هم د بیلا بیلو موخو لپاره کارول شوی دی دا په دې مانا دی چې ایران به هره ډول خوځښت ته ځواب ورکړي  که چیرې دا غبرګونونه له پامه وغورځول شي مونږ هر ډول ګام پورته کونکې وړتیا لرو.”

مخکې له دې هم ایران بیلا بیل ډوله توغندي آزمویلې چې د ډيرو پایلې یې بریالی وې په دې وروستیو کې د ایران سپاه له لوري درې ورځینۍ پوځي آزموینه په لاره اچول شوې وه او ویل کیږي چې په دې مانورو کې د آزموینو پایلې مثبتې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *