د موصل عملياتو دوام ډيرې ستونزې رامنځ ته کړې

د موصل عملياتو دوام ډيرې ستونزې رامنځ ته کړې دي د موصل ډيری اوسيدونکي کډوالۍ ته اړ شوي او له انساني سپر څخه ويره لري  له دي سره هغه کډوال هم له خپلو حالاتو څخه شکايت کوي کوم چي په پنډغاليو کي ځای پر ځای شوي دي

د موصل عملیاتو له پیل سره هره ورځ ددې ښار اوسیدونکي نوې ستونزې ګالي. دوی د داعش له لوري د انساني سپر په توګه اندیښنه لري او له دې ویرې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي. بله خوا د کډوالو پنډغالي هم ځایښت نلري او د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې عراقي ځواکونه د داعش د شا په تمبولو بوخت دي.

عبدل امير محمد- “نن د چټک غبرګون ځواکونو ډیری ملکي کسان د جګړې له سیمې را ایستلي دي ددوی یوې امنې سیمې ته لیږدول شوي او په دې سیمه کې به دوی ته پنډغالی رامنخ ته کړل شي له دې سره په دې سیمه کې به خینې نور هوساینې هم رامنځ ته کړل شي ځکه چې د داعش له لوري ملکي کسان د سپر په توګه کارول کیږي.”

د مصول کډوال د هغه ورځې په تمه دي چې ددوی ښار به یو ځل بیا امن شي او دوی له سره خپل ژوند پیل کړي.

حليمه الهام- “دا کورنۍ د داعش له کلابندۍ سره مخ دي او لومړنیو توکو ته لاس رسی نلري. مونږ هیله مند یو چې تر راتلونکو څو ورځو زمونږ هڅې نتیجه ورکړي او دې سیمې ته امنیت بیرته را وګرځوي چې په دې سره به کډوالې کورنۍ هم په خپلو کورنو کې ځای پر ځای شي.”

د مالوماتو له مخې دډې ښار سل زره اوسیدونکي کډوال شوي. د موصل عملیات دوه میاشتې وړاندې پیل شوي چې له امله یې ډيری کسانو ته بیشمیره ستونزې را منځ ته کړې دي  په دې عملیات کې  چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي ملیشو او کردي ځواکونو هم ګډون کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *