د کابل ښاريان، ککړې هوا او تر ځمکې لاندې ککړو اوبو د مرگ له گواښ سره مخ کړي دي

د يوې څيړنې پايلي ښيي چي د کابل ښاريان، ککړې هوا او تر ځمکې لاندې ککړو اوبو د مرگ له گواښ سره مخ کړي دي

د ښاري فاضلابو سيستم نشتون، د چارپيريال ساتني په برخه کي بيغوري، د حکومت له لوري د پلانونو نشتون هغه لاملونه دي چي د کابل ميليونونه اوسيدنکي يي د مرگ له گواښ سره مخ کړي دي

اوبه او هوا د ژوندانه لپاره دوه مهمې سرچینې دي، چې هره یوه یې د ژوندانه په برخه کې خپل مهم رول لري، خودکابل هوا له لوګیو، د ډبره ایزو سکروله ککړتیا او کاربن غازو سره لړل شوې ده. له دې سره ترځمکې لاندې اوبه د ژونکې باکتریا سره ګډې شوې او دا دوه د ژوندانه سرچینې د مرګ په سرچینو اوښتې چې پړاو په پړاو د کابل ښاریان له مړینې سره مخ کوي.

 د چاپیریال اړوندې یوې موسسې څیړنو دا په ډاګه کړې چې اوس مهال د کابل ترځمکې لاندې اوبه شل اعشاریه پنځه  اویا میلیونو متر مکعبو ته رسیږي خو هیځ یو هیوادوال د حکومت د بیغوری له امله دې اوبو ته لاس رسی نلري او دوی له برسیرنو ککرو اوبو کار اخلي.

له دې سره دوی خبرداری ورکړی چې په کابل کې ډير نفوس او له اوبو په ناسمه توګه کار اخستنه بله ستونزه ده چې د میلیونونو کابل ښاریانو پر وړاندې شتون لري. له دې سره په دې څیړنه کې ویل شوې چې په تیر څلورو کلونو کې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه شل متره ټیټې شوې دي او تر راتلونکو څو کلونو به د کابل ښاریان د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *