د اسرايلو لومړي وزير له خپلي انگليسي سيالې سره ليدنه لغوه کړې او دي رژيم ته يي د اوکراين د لومړي وزير له سفره مخنيوی کړی
د اسرايلو لومړي وزير له خپلي انگليسي سيالې سره ليدنه لغوه کړې او دي رژيم ته يي د اوکراين د لومړي وزير له سفره مخنيوی کړی
نتنياهو دا پريکړه له هغه وروسته کړې کله چي د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د اسرايلي رژيم پر وړاندې پريکړه تصويب شوه. له دې سره دې رژيم د امريکا په گډون د تصويب کونکو هيوادونو د سفيرانو ورغوښتلو گام هم پورته کړی دی
د اسرایلو لومړي وزیر دا ګام، د امنیت په شورا کې د اوکراین او انګلستان له لوري ددې رژیم پر ضد د پریکړې د تصویبولو په موخه پورته کړی. له دې سره نتنیاهو بهرنیو چارو وزارت ته د یو شمیر هیوادونو د سفیرانو ورغوښتلو حکم هم کړی دی. د را رسیدلو ریپوټونو له مخې، د امريکا، بريتانيا، چين، روسيې، فرانسې، مصر، جاپان، اوروگوئه، اسپانيا، اوکراين او نيوزلند سفیران د اسرایلو بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل کیږي. اسرایلو د امنیت شورا ددې پریکړې پر نه پلي کیدو ټینګار کړی او دا یې د پخلاینې په لاره کې لوی خنډ ښودلی دی.
بنيامين نتانياهو- “پّ تیرو لسیزو کې اسرایلو له امریکا سره د ښارګوټو د رغاونې په هکله د نظر اختلاف درلود خو په دې یې هوکړه کړې وه چې د امنیت شورا ددې مسلې ځای ندی. مونږ پر دې پوهیږو چې دا هوکړه به د سولې خبرې له خنډونو سره مخ کړي.”
ده ویلي، د امریکا له نوې ادارې او یو شمیر هیوادونو سره به په دې هکله خبرې وکړي او دا به په ډاګه کړي چې د اسرایلو له لوري د ښارګوټو رغاونه غیر قانوني نه ده.
له دې سره نتنیاهو د ملګرو ملتونو له هغه پنځو بنسټونو سره د مرستو بندولو حکم صادر کړی کوم چې په بیلا بیلو نړیوالو برخو کې کار کوي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پریکړه لیک په تصویب سره د فلسطین په نیولو شویو سیمو کې د اسرایلو له لوري د ښارګوټو رغاونه غیر قانوني ښودلې او غندلې یې ده.