پاکستان پر اسرائيلو د تواټومي برید ګواښ کړی

د پاکستان د دفاع وزير وويل: اسرائيل دا خبره هېره کړې ده چې پاکستان يو اېټمي قوت دے. اسرائيل د دهشتګردو اصلي ملاتړے دے.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف په سوريې کښې د داعش په خلاف د جنګ لپاره د مرستندويه ځواکونو د لېږلو په وجه د پاکستان په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنګ وزير موشه يعلون له ګواښه وروسته تل ابيب ته د اېټمي حملې دړکه ورکړه.

د اسلامي نړۍ د يوازيني اېټمي وسلې لرونکي هېواد په توګه د پاکستان د لوړ رتبه چارواکي دا له مېړانې ډکه دړکه د دې سبب شوه چې د صهيونېست رژيم د جنګ وزارت د يوې فوري او بيړه ناکې بيانيې په صادرولو سره د يعلون څرګندونې واپس واخلي. او د پاکستان  له دغه پرېکنده ردعمله وروسته تل ابيب بې له ځنډه او په بيړه ناکه توګه دغه څرګندونې تکذيب کړې.

خواجه محمد آصف په دې اړه په ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: اسرائيلو دا خبره هېره کړې ده چې پاکستان هم يو اېټمي قوت دے.

د داعش په خلاف جنګ کښې د مسلمانو هېوادونو له شتون څخه د تل ابيب پرېشاني له صهيونېسټ رژيم او د هغه له ملاتړو سره د د دغه دهشتګردې ډلګۍ د وابستګۍ او پېېلتيا ښودنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *