مصر ته د 4 هېوادونو ضرب الاجل: د امنيت په شورا کښې دې د استعمار په خلاف طرح مطرحه شي

څلورو هېوادونو مصر ته د امنيت په شورا کښې د استعمار په خلاف د طرحې د مطرح کولو لپاره د څو ګېنټو مهلت ورکړ.

د نيوزي لېنډ، وېنزوېلا، ملېشيا او سېنيګال څلورو هېوادونو ډېپلومېټانو اعلان وکړ چې په داسې صورت کښې چې مصر د استعمار په خلاف د طرحې چې ا سرائيل په مقبوضه زمکو کښې د ښارګي جوړونو بندولو ته ژمن کوي له مطرح کولو سرغړونه  وکړه نو خپله به د عمل مېدان ته ورودانګي او هغه به په شورا کښې مطرح کړي.

همدارنګ مصر ته يې په يو يادښت کښې چې د روئيټر لخوا خپور شو اشاره وکړه: په داسې صورت کښې چې مصر د دسمبر د ٢٣ نېټې د رائې اخېستو بلنه مطرح نه کړي يا د وخت له رارسېدو نه مخکې هغه پروژه رده کړي نو د پروژې او زر تر زره د هغې د اجرا لپاره د پلانونې د مطرح کولو حق به له نورو ډلو سره وي.

فلسطينيانو هم په دغه يادښت کښې زياته کړه، مونږ د نااميدۍ يو عجيبه احساس نيولي يوو ځکه چې د امنيت شورا د زيارت په ورځ له متن سره موافقه ونه کړه.

د امريکائي ډېپلومېټانو د وېنا له مخې د زيارت په ورځ د يوازيني عربي هېواد مصر لخوا مطرح شوې راې اخېستنه د قاهرې په غوښتنه د نامعلومه وخت پورې وځنډېده.

د بنيامين نتانياهو ناروا حکومت د دغه قرارداد د تصويب د منعې لپاره زيات کوشش کړے دے او د غاصب رژيم يو مهم چارواکي وويل: د اسرائيلو حکومت د امريکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپه وغوښتل چې د ملګرو ملتو د امنيت په شورا باندې د دباو په راوړلو سره دې د استعمار په خلاف د طرحې د تصويب مخه ونيسي. په داسې حال کښې چې مصري وياند وويل د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په دې باره کښې له ټرامپ سره ټيلفوني خبرې وکړې.

همدارنګ اسرائيلي چارواکي چې نوم يې په ډاګه نه شو، د ټرمپ له انتقالي ټيم سره د اسرائيلي چارواکو مهمو تماسونو ته چې د امريکائي چارواکو په قانع کولو کښې له ماتې وروسته د طرحې د وېټو کولو لپاره يې له هغۀ نه د مرستې غوښتنه وکړه اشاره وکړه.

په داسې حال کښې چې دوو لويديځو چارواکو وويل اوباما غوښتل چې له راې اخېستنې څخه ممانعت وکړي.

ټرمپ په خپله ټوئيټر پاڼه کښې چارواکي وېټو ته دعوت کړي او په يو ناڅاپه اقدام کښې يې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره تماس ونيوۀ.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر د تېرې جمعې په ورځ وويل چې د امريکې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له ټيلفوني تماسه وروسته د اسرائيلي استعمار په خلاف د طرحې د راې ورکولو له ځنډولو سره موافقه کوي.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر وويل، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د تېر زيارت په ورځ له ټرمپ سره خبرې اترې وکړې  او  د اسرائيلو د نيواکګرۍ په باره کښې د امنيت په شورا کښې د مصر په طرحې باندې مباحثې وشوې.

او د ولسمشرۍ د دفتر وياند علاء يوسف وويل: دغه خبرې اترې د سيمې او نړۍ د وروستيو واقعاتو او پېښو په اړه وې. او زياته  يې کړه په دې چوکاټ کښې د اسرائيلي رژيم د نيواکګرۍ په باره کښې د امنيت شورا ته د وړانديزي طرحې بحث مطر ح شو او دواړو ولسمشرانو د حتمي او بشپړه  تسويې د تحقق په هدف سره د فلسطين د مسئلې او د هغې د ټولو اړخونو په باره کښې د امريکې نوي حکومت ته د فرصت ورکولو په اړه موافقه وکړه. چې البته سفارتکارو د مصر دغه موقف په قاهرې باندې د اسرائيلو د سياسي دباوونو په وجه وبلۀ.

د روئيټر خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه طرحه اسرائيل باندې لازمي کوي چې د ختيځ قدس په شمول په فلسطيني زمکو کښې ټول استعماري فعاليتونه په فوري او بشپړه توګه اودروي.

له تل ابيب نه مقبوضه قدس ته د امريکې د سفارت د منتقلولو په باره کښې د ټرمپ په وعدې سره د نتانياهو د ناروا حکومت د غړيو خوشحالي زياتيږي، په داسې حال کښې چې د اوباما او نتانياهو تعلقات په بدو حالاتو کښې شتون لرۀ.

اسرائيلي چارواکو وويل چې د اوباما د اقتدار د ختمېدو د وخت په نزدې کېدو سره اسرائيلي رژيم اندېښمن دے چې هسې نه يو بل هېواد دغه طرحه چې صهيونېسټ رژيم محکوموي د نوي ولسمشر لخوا د حکومت له اخېستو نه مخکې مطرح کړي، او زياته يې کړه، دا مسئله له اسرائيلو څخه په ملاتړ کښې د امريکې د وعدې ماتول ګڼل کيږي. او د ټرمپ له کوششونو څخه د نيواکګر رژيم د حکومت قدرونې ته يې اشاره وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *