په قزاقستان کې دروسیې، ترکیې ایران او سوریې ناسته

په قزاقستان کې دروسیې، ترکیې ایران او سوریې ناسته

 روسیې ویلي، چې دوی به تر نږدې راتلونکې له ترکیې، ایران او سوریې سره په قزاقستان کې د سوریې د حالاتو په هکله خبرې وکړي.

ولاديمير پوتين- “مونږ د قزاقستان پلازمینه آستانه؛ د خبرو لپاره ټاکلې ده. د ترکیې ولسمشر هم له دې پریکړې سره هوکړه کړې او په دې  ناسته کې به ایران او سوریه هم ګډون ولري. مونږ هیله مند یو چې دا خبرې به ښې پایلې ولري.”

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ایسټیفن ډمستورا په جینو کې د خبرو د بیا پیلیدو غوښتنه کړې وه. ترکیه چې مخکې له دې د بشار اسد د وسله والو مخالفینو ملاتړې وه په دې وروستیو کې د دمشق پلویتوب خپل کړی. له دې سره ترکیې ویلي چې د سوریې په شمال الباب ښار نیولو ته نږدې شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *