په اسرائيلي طريقې سره ډېموکرېسي: د الزواري د وينې بوئي د موساد له ځالې راځي

د اسرائيلو د جنګ وزير الګدور لېبرمن د تيونسي د ډرون طياره د انجنئير محمد الزواري د قتل په عملياتو کښې چې د تېر زيارت په ورځ د تيونس په صقاقس ښاره کښې د خپل کور مخې ته ترسره شو د موساد لاس لرلو ته اشاره وکړه.

هغۀ د وکيلانو د مرکز په غونډه کښې په دغو عملياتو کښې د موساد د رول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل: مقتول د صلحې سړے نه ؤ او د نوبل لپاره د صلحې کانديد شوے نۀ ؤ.
هغۀ زياته کړه : که يو کس يې په تيونس کښې ونه وژۀ نو داسې ښکاري چې د صلحې عاشق نه ؤ او د صلحې د نوبل انعام لپاره يې نه ؤ کانديد کړے، مونږ هم خپله ذمه واري په ښۀ طريقې سره پوره کړې او له خپلو ګټو څخه به دفاع کوو.
لېبرمېن په دغو عملياتو کښې د موساد له لاس لرلو انکار ونکړ، په داسې حال کښې د تور ګوته د هغۀ لوري ته نيولې شوې ده ځکه چې الزواري د قسام د کنډکونو يو انجنئير ؤ او د ابابيل نومې ډرون الوتکې د پلانولو په پروژه يې کار کوۀ.
د حماس مقاومت ډلې د تېر ايتوار په ورځ په غزه ښار کښې د شهيد الزواري لپاره د ترحيم مجلس جوړ کړ. شهيد الزواري د تيونس په صفاقس ښار کښې په دهشتګردانه عملياتو کښې په ډزو سره شهيد شو اوحماس ګوند اسرائيل د قتل د عملياتو په اجرا تورن کړ.
د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزير د څرګندونو په وسيلې سره يو روښانه حقيقت ته رسيږوو چې د ډېموکرېسۍ د بېرغ د رپولو په او د عربو لخوا ظلمو د هدف ګرځېدو او په حريم يې د هغوي د تيري په اړه په نړيوالو ټولنو کښې د غاصب رژيم د ادعاګانو باوجود په نورو هېوادونو کښې جنايتونه کول او د تيونس د خلقو د ژوند په خطر کښې اچول له ډېموکرېسۍ سره په تضاد کښې نه بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *