حامد کرزي د ديورند کرښې په هکله پاکستان د نيواک گر انگلستان ځای ناستی ښودلی دی

Afghan President Hamid Karzai addresses the Loya Jirga on Sunday. Karzai expressed anger at an airstrike Thursday that killed a child, saying it could imperil a security agreement with the U.S. The U.S.-led international force apologized on Friday for the killing.

پخواني ولسمشر حامد  کرزي د ديورند کرښې په هکله پاکستان د نيواک  گر انگلستان ځای ناستی ښودلی دی

دوی ويلي، افغانستان تل نړيوال قوانين پلي کړي او پاکستان يي د يوه گاونډي هيواد په توگه په رسميت پيژندلی دی، خو دا هيواد بايد پر دي پوه شي چي د ديورند کرښه د انگليس له لوري تپل شوې چي هيڅ کله به يې افغانان ونه مني

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، افغانستان تل له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې او دې هیواد ته د متقابل درنښت له مخې احترام لري، خو افغانستان به هیڅ کله د نیواک ګر انګلیس له لوري د دیورند کرښه په رسمیت ونه پیژني.

له دې سره دوی ویلي چې د دیورند کرښه د افغانستان سیاسي تاریخي ستونزه ده او پآکستان اوس مهال د د دیورند کرښې په هکله په سیمه کې د انګلستان ځای ناستی دی. دوی هیله مندي څرګنده کړې چې پاکستان دې درک ته ورسیږي چې د نیواک ګر له لوري د کرښې ایستل اعتبار نلري او نه هم د پولې دواړو خواوو ته پراته ولسونه څوک سره بیلولی شي.

په ورته حال کې د نوین افغانستان د مطالعاتو او څیړنو مرکز وایي، په اوبو ناسم مدیریت چې له مخې یې ګاونډیو هیوادونو ته بې ګټې اوبه بهیږي له ګاوندیو سره د نویو ستونزو د رامڼځ ته کیدو لامل شوې دي.

دډې مرکز په وینا، هر کال نولس میلیارده مکعبه اوبه له افغانستان څخه پاکستان ته ځي  چې اته دیرش میلیارده ډالره بیه لري خو د ناسم مدیریت له امله ددې پر ځای چې پاکستان افغانستان ته دا پیسې ورکړي پر ځای ترهګر هیواد ته رالیږي او د دیورند له کرښې پر افغانستان د فشار په توګه کار اخلي.

له ډې سره دې مرکز اعلان کړی چې افغانستان هر کال شپږ اویا میلیارده مکعبه اوبه تولیدوي چې له دې څخه دیرش سلنه اوبه کابو کیږي، د ځمکې په خړوبولو او برښنا کې ترې کار اخستل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *