په فراه ولایت کې یولس پولیس وژل شوي دي
په فراه ولایت کې یولس پولیس وژل شوي دي
د ریپوټونو له مخې وسله والو طالبانو پر پوستو برید کړې، پولیس یې وژلي او ددوی وسلې یې له ځان سره وړې دي.
د فراه ولایت امنیې قومندان هم ددې برید پخلی کړی خو د پولیسو تلفات یې درې کسان ښودلي دي. دوه اونۍ وړاندې د فراه ولایت بالابولوک ولسوال ویلي وو پر دې ولسوالۍ دامنیتی ځواکونو ځواکمنتیا په ټیټه کچه ده. دده په وینا، ددې سیمې ډيری ځایونه د مخالفیونو د تګ راتګ په لاره بدل شوي. له بلې خوا دفراه پولیسو عملیاتي مرستیال غوث مالیار هم په دې ولایت کې د مخالفانو د شتون په پخلي سره ویلي وو چې پر بالابولوک ولسوالۍ د وسله والو مخالیفونو په برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي. ددې سرچینې په وینا وسله والو د بالابولوک ولسوالۍ شمالګاه او کنسک سیمه باندې برید کړی دی.
دوه میاشتې وړاندې د فراه ولایتي شورا ریس ویلي وو چې وسله والو مخالفینو ددې ښار مرکز دنیولو په موخه بریدونه غځولي دي