په نيغه توگه د طالبانو مشر ملا هيبت الله سره د خبرو هڅه

د سولې عالي شورا په نيغه توگه د طالبانو مشر ملا هيبت الله سره د خبرو هڅه کوي

د دي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد له دې سره ويلي چي دوی خپلي موخي ته نږدې شوي او کيداي شي په بلوچستان ايالت کي د طالبانو له مشر سره خبري وشي

قاضي وقاد زیاته کړې له وسله والو طالبانو سره پټې خبرې روانې دي. او د پآکستان په کویټه ښار کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله سره خبرو ته نږدې شوي یو. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د روسییې له سفیر سره په لیدنه کې له دوی څخه غوښتي ترڅو له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې په خبرو کې ونډه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند، د پخلاینې خبرو د پیلیدو لپاره خپل ځینې شرطونه وړاندې کړي وو. خو له دې  یوه ورځ وروسته طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره له دولت سره هر ډول خبرې رد کړې وې او له خپلو پلویانو یې غوښتي وو ترڅو جګړې ته دوام ورکړي. دوی له دولت سره خبرې یوه سیاسي لوبه ښودلې وه.

د قطر دفتر د ویاند له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي وو چې د پخلاینې خبرو د پیل لپاره ددوی آړونه، له امریکا سره خبرې، د قطر دولت په رسمیت پیژندل او له تور نوم لړ څخه ددوی د مشرانو د نوم لرې کول دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *