د یوی شمیر وزارت خونو له لوری د پلانونو وړاندې کیدل

د یوی شمیر وزارت خونو له لوری د پلانونو وړاندې کیدل

د مالیې، سوداګرۍ او صنایع، اقتصاد، بهرنیو چارو، کانونو ، د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو خپل پلانونه وړاندې کړي دي

دماليي وزير اکليل حکيمي دروان کال دلاسته راورنو په یادونې وویل چی مهمی لاسته راوړنه  یی له مرسته کونکو هیوادونو ځخه د ۳۰ میلیارده ډالرو د مرستی تر لاسه کول ده

ده زیاته کړې په روان کال کې به په پنځو پلانونو دعایداتو ډیرښت پرمختیایی پروژو کې د عامه او خصوصی ګدون او الکترونیکی اسانه حکومت داری سره به دوام ورکړي او هځه کوي تر ځو د روان کال عایدات تر ۱۵۰ ملیاردو افغانیو ورسوي

د اقتصاد وزیر د اداري فساد پر وړاندې پر مبارزې له لاسته راوړنو ځخه یادونه وکړه وویل په اوسني وخت کې په دې وزارت کې فساد له منځه وړل شوی دسوداګرۍ وزیر هم اداري فساد ددې وزارت له لویو ستونزو ځخه شمیرلي او د فساد پر وړاندې مبارزه یی د خپل کاري لومړي توبونو ځخه ښودلې ده

د کانونو د کار او تولنیزو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو هم  دراروان کال لپاره خپل کاری پلانونه یې استازوته وړاندې کړل دبهرنیو چارو وزارت ویاند وویل ددې وزارت عواید د نورو کلونو په پرتله تر ۳۰ سلنه ډیر شوي دي

ده د روان کال له لاسته راوړنو په یادونې وویل ددې وزارت دراتلونکي کال پلان ،په خلیج هیوادونو کې  ۶۵۰ زره کډوالونوملیکنه  دوی ته د پاسپورټونو ورکول، په ایران او پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د کنسولونو رامنځته کول، دکنسولونو خدمتونو دیجیتلي کول، د بهرنیو چارووزارت کارکونکو ډیرول د ریکا هیوادونو د اقتصادي همکاریو ۷کنفرانس او د لاجورد لاری د همکاریو کنفرانس او د اړیکو نړیوالې ډلې ناستې تر سره کول  ښودلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *