په ميانمار کښې د سعوديانو نفوذ

د بحران د نړيوالې ډلې کارپېژاندو په ميانمار کښې له سعودي عربستان سره د اړوندې يوې شورشي ډلې او په دغه هېواد کښې له ځپنې سره د خلقو د افراطي خطر د رامنځته کېدو په اړه خبردارے ورکړ.

د ميانمار حکومتي رسنيو وويل چې په تېرو دوو ورځو کښې د دغه هېواد په فوځي کاروانونو باندې د وسله والو ډلو د حملې له کبله يو فوځي او يو عامه کس ووژل شو.

د شين هوا خبري اژانس د رپوټ له مخې د  ميانمار د شان صوبې په لويه لار کښې د کاچين خپلواکه فوځي ائتلاف له لرې نه کنټرولېدونکي دوه بمونه وچاول، په دغو چاودنو کښې يو د موټر چلوونکے او يو فوځي افسر ووژل شول.

د نومبر په شلمه نېټه په فوځي او پوليسو مراکزو باندې د وسله والو ډلو له حملو وروسته د شان صوبې په پوله ايزه سيمه کښې نښتې رامنځته شوې. د وسله ايزو جګړو د دوام له کبله تقريباً څوارلس زره ځاي اوسېدونکي د باچين پوله ايزو سيمو ته وتښتېدل.

له يانګون څخه د فرانس پرېس د يو رپوټ له مخې په يو بل بدلون کښې د ميانما په شمال کښې د اکتوبر د وړومبيو وختونو له حملې وروسته د دغه هېواد فوځ يو لړ پراخه فوځي عمليات شروع کړل او په دغو عملياتو کښې په لسګونو کسان ووژل شول او اويشت زره روهينګيا اقليت مسلمانان بنلاديش ته وتښتېدل.

دغو کډوالو د ميانمار په شمال لويديځ کښې د فوځ د وحشيتوبونو او جنايتونو په حقله خبرې وکړې او د فوځيانو لخوا ډله ايز تيري، شکنجې او قتل عام ته يې اشاره وکړه. د ميانمار حکومت دغه ادعاګانې ردوي او وائي پکار دي له لسګونو دهشتګردو سره مقابله وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *