له پاکستانه راغلي شپیته سلنه کډوال په ننګرهار کې اوسیږي

له پاکستانه راغلي شپیته سلنه کډوال په ننګرهار کې اوسیږي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د روان میلادي کال له پیل تر اوسه له یو میلیون زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېره برخه یې په ننګرهار ولایت کې استوګن دي.

د دې وزارت مالي او اداري مرستیال احمدولي حکیمي نن په ننګرهار کې د کډوالۍ نړیوالې ورځې د نمانځغونډې په ترڅ کې وویل، چې راستانه شویو کډوالو زیاته برخه له پاکستان څخه راغلي دي.

د ډېسمبر اتلسمه نېټه په نړۍ کې د کډوالۍ ورځې سره برابره ده، چې دغه ورځ نن د ټول هېواد په کچه ننګرهار ولایت کې ونمانځل شوه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دغه مرستیال وايي، ننګرهار کې یې د دغو کډوالو له پاره دوه ښارګوټي په پلان کې نیولي، چې په یو یې کار پیل شوی او ۳۰ زره کورنۍ به په کې ځای پر ځای کړي.

د ۳۰ زرو کورنیو دغه ښارګوټی د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم اباد سیمه کې دی.

نوموړي وویل، په لغمان کې یې هم یو ښارګوټی څو ورځې وړاندې پرانستی، چې دولس زره کورنیو ته په کې د استوګنې نومرو وېشلو لړۍ پیل شوې ده.

هغه وویل، پخوا به د راجستر شویو کورنیو هر غړي ته له ۳ سوو تر څلورو سوو امریکايي ډالر ورکول کېدل، چې غیر راجستر شوي کډوال به له دغو مرستو بې برخې پاتې کېدل او همدا راز به د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM له لوري ۳۰ سلنه کډوالو سره د یوه اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کېدله.

په همدې حال کې غونډې ته په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان یا IOM  د حکومتي او عامه اړیکو مشر نصیر احمد حیدرزي وویل، افغانستان ته په روان زېږدیز کال کې د یو میلیون راستنو شویو کډوالو له ډلې له ۶۰۰ او ۶۰ زرو ډېرو راستانه شوي کډوالو اسناد نه لرل.

حیدرزي وویل، د کډوالۍ نړیوال سازمان په تورخم کې راستنېدونکو هغه کورنیو ته چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري، د خوراکي او غیر خوراکي توکو له مرستې سربېره لنډ مهالی میشت ځای هم برابروي، څو په بیدیاو کې شپې ونه کړي او دغه راز د کورنۍ هر یو غړي ته له ۳۰۰ تر ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *