د حلب د ازادۍ د ستائېنې د تصوير له خپرولو وروسته په رياض کښې د سوري ښاريز نيونه
د سعودي په رياض کښې مېشته يو سوري کس په سوريې کښې د جنګ په اړه د يو پوسټ د خپرولو په تور ونيوے شو.
څلوېښت کلن سامر لبابيدي له دې وروسته چې په خپله فېس بک پاڼه کښې يې د حلب ښار د ازادولو په خاطر د سوريې د حکومتي ځواکونو د قدرونې لپاره خپل سلفي تصوير خپور کړ ونيول شو.
الرياض ورځپاڼې وړمه ورځ د دغه سوري ښاريز د نيولو خبر او هم ورسره د هغۀ هغه سلفي تصوير چې يې په فېس بک پاڼه کښې د سوري فوځيانو د قدرنې له پوسټ سره ورکړے ؤ خپور کړ
په دغه تصوير کښې دغه سوري ښاريز په داسې حال کښې چې خپلې ګوتې يې د کاميابۍ د نښې په توګه اوچتې نيولې دي ليدل کيږي.
سعودي په سوريې کښې د داعش او هغو نورو دهشتګردو ډلو يو اصلي ملاتړے دے چې د سوريې له ولسمشر بشار اسد سره جنګيږي.