په کندهار ولایت کې د نښتې په لړ کې دولس وسله وال مخالفین وژل شوي دي

په کندهار ولایت کې د نښتې په لړ کې دولس وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د پوليسو له لوري عمليات تر سره شوي دي، چې له امله يې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ امنيه قومندان معصوم خان رسنيو ته ويلي، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ يې د ژړۍ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات تر سره کړي، چې پر مهال يې ۱۲ وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل، چې د عملياتو پر مهال يو پوليس وژل شوى او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د معصوم خان په وينا، چې د طالبانو څخه د پوليسو يو رېنجر، لس موټر سايکلونه، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *