روسیې په امریکا کې د ټرامپ له بریا سربیره ځینې نورې غوښتنې هم درلودلې

روسیې په امریکا کې د ټرامپ له بریا سربیره ځینې نورې غوښتنې هم درلودلې

یواځې د ټرمپ بریالیتوب د روسیې هدف نه و بلکې غوښتل یې د امریکا ټاکنیز نظام زیانمن کړي.

واشګنټن پوسټ زیاتوي؛ سی آی اې هغه کسان په ګوته کړي چې د سوریې له حکومت سره یې اړیکې وې او ویکي لیکس ویبپاڼې ته یې زرګونه هک کړل شوي ایمیلونه ورکړي. په دې ایمیلونو کې د ډیمواکراتانو ملي کمیټې ایمیلونه او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن د کمپاین د مشر ایمیلونه هم شامل دي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دغه کسان د هغې ډلې غړي و چې غوښتل یې د ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب چانس زیات او د میرمن کلنټن د بریا امکانات کم شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د اوسني حکومت لخوا د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه د کړو نړیوالو ژمنو په اړه یوه مطلب کې لیکلي؛ د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړي هیله لري د اوباما ژمنې چې په دې برخه کې یې کړي ماتې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ په ښکاره ددغو ژمنو ماتول اسان کار ښکاري، خو په عمل کې به دغه ډول یو اقدام داسې اسانه کار نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *