د هند بهرنیو چارو زیرې په ویر کې ۳۰۰ هندیان مړه شوي دي

د هند بهرنیو چارو زیرې په ویر کې ۳۰۰ هندیان مړه شوي دي

د هند د تامیل ناد ایالت په مړې شوې وزیرې جایارام جایالالیتې پسې د ویر له امله تقریبا ۳۰۰ تنه هندیان مړه شول. دغه خبر «وېستي اِف اِم» ورکړی. دغه وزیره یې د سیپټمبر پر ۲۲-مه د لړزاندې تبې او د بدن د بې اوبو کېدا له امله روغتون ته یووړه، د دسیمبر پر ۴-مه یې زړه ودرېد او د دسیمبر پر ۵-مه، ډاکترانو د وزیرې مړه کېدل اعلان کړل. دغې پېښې ډېری هندیان په شوک کې وغورځول، چې ډېر یې د همدغه شوک له امله مړه شول. د هېواد واکمن ګوند همدا اوس اعلان کړی، چې هغو کورنیو ته به مالي مرستې ورکړي، چې په وزیرې پسې د ویر او غمګینۍ له لاسه یې خپلوان مړه شوي دي. د ساري په توګه یو ګوندي کارکوونکی به له دې امله ۵۰ زره روپۍ ترلاسه کړي، چې له ډېره غمه پر ځان نه پوهېدو او هڅه یې کوله، چې ځانته اور واچوي. یو بل نارینه به هم، په دې تړاو همدومره روپۍ ترلاسه کړي، چې په بې وخته مړې شوې وزیر پسې د ډېر خپګان له امله یې خپله ګوته پرې کړه. جایارام جایالالیتې خپل مسلکي فعالیت د یوې هنرمندې په توګه پیل کړی وو. دې ډېر ستر او ځلاند نوم او بې شمېره مینه وال پیدا کړل. تر سلو هم په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی دی. او وروسته یې وغوښتل، چې د سیاست په ډګر کې هم خپل بخت وازمویي. د Life.Ru سایټ د خبر له مخې جایارام جایالالیتې د تامیل ناد ایالت د سروزیرې ټاکنې درې ځله ګټلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *